Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

سراج‌الدین حقاني: ډاکټران سختو حالاتو کې مهم خدمات وړاندې کوي.
۹ سرطان ۱۴۰۴

سراج‌الدین حقاني: ډاکټران سختو حالاتو کې مهم خدمات وړاندې کوي.



د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني ويلي، ډاکټران په سختو حالاتو کې خلکو ته د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې مهم رول لري.

خلیفه سراج الدین حقاني تېره ورځ یکشنبه (سرطان، ٨مه) د دغه وزارت اړوند ٣٠٠ بستریز روغتون له تخصصي دورې د ۲۱ تنو د فارغېدو په مناسبت جوړې شوې غونډه کې وویل، پخوا د روغتیا سکتور پر وړاندې بې‌باوري موجوده وه؛ خو اوس د پرمختللو وسایلو، متخصصینو حضور او د روغتیا سکتور پیاوړتیا سره دا اعتماد بېرته را ژوندی شوی.

ښاغلي حقاني زیاته کړې چې د یاد روغتون پرمختګ او فعالیت د روغتیايي خدمتونو په برخه کې د اعتماد فضا د رامنځ ته کېدو سبب شوی دی.

د هغه په وینا، د روغتياپالانو په ځانګړې ډول د تخصصي کارکوونکو لا هڅونې او د خدماتو د پراختیا لپاره به اړین اقدامات وکړي.

مطالب

سراج‌الدین حقاني
ډاکټران سختو حالاتو کې
مهم خدمات وړاندې کوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ