Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پاکستان د تورخم دروازه د هر ډول تګ‌راتګ پرمخ تړلې.
۴ حوت ۱۴۰۳

پاکستان د تورخم دروازه د هر ډول تګ‌راتګ پرمخ تړلې.

د ننګرهار امنیتي مسوولان وایي چې پاکستاني لوري بېګاه شپه یوولس بجې تورخم دروازه  د هر ډول تګ‌راتګ پرمخ تړلې ده.

د ننګرهار د امنیې قومنداني ویاند سیدطیب حمادرسنیو ته وویل چې پاکستان د اسلامي امارت له لوري د فرضي کرښې دې غاړې ته د تاسیساتو جوړولو په غبرګون کې دغه لار بنده کړې ده.

حماد وویل: «پاکستاني لوري له موږ غوښتنه کړې چې فرضي کرښې ته نږدې له تأسیساتو جوړولو ډډه وکړو، خو په عین حال کې باید د هغو تأسیساتو په اړه چې پاکستان یې د فرضي کرښې  هاخوا جوړوي، هېڅ غبرګون ونه‌ښیوو.»

د یادې لارې په تړل‌کېدو سره دامهال سلګونه مسافر، ناروغان او باروړونکي موټر د دغې دروازې بیاپرانېستلو ته په تمه دي.

پاکستان له دې وړاندې هم په بېلابېلو پلو د تورخم ترڅنګ پر ډیورنډ کرښه پرتې نورې لارې هم د افغان مسافرو او باروړونکو موټرو پرمخ تړلي دي.

مطالب

پاکستان
تورخم
دروازه
تړلې

دا خبر نورو سره شریک کړئ