Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ډبلیو‌اېف‌پي: د ایران او اسراییلو شخړې پر افغان بازارونو منفي اغېز کړی.
۶ سرطان ۱۴۰۴

ډبلیو‌اېف‌پي: د ایران او اسراییلو شخړې پر افغان بازارونو منفي اغېز کړی.

د خوړو نړیوال پروګرام په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د جون میاشتې په څلورمه اونۍ کې د ایران او اسراییلو ترمنځ شخړې د افغانستان بازارونه اغېزمن کړي دي. 

په راپور کې راغلي، چې د ایران له لارې د وارداتو د بندېدو له امله د اوړو، وریجو او غوړو بیې لوړې شوي، او د ډیزلو بیه ۶۸.۶ افغانیو ته رسېدلې، چې د تېر کال پرتله شاوخوا ۱۵ سلنه زیاتوالی ښيي. 

همداراز، راپور زیاتوي چې د کاریګرو لپاره د کار بازار هم تر فشار لاندې دی. اوسمهال یو کارګر په منځنۍ توګه یوازې دوه ورځې په اونۍ کې کار پیدا کوي، او ورځنی مزد یې شاوخوا ۳۰۰ افغانۍ دی.

 خو د سبزیجاتو بیې، د کورنیو حاصلاتو له امله، نسبتاً راټیټې شوې دي، که څه هم دا بیې د سیمې له مخې توپیر لري.

مطالب

ډبلیو‌اېف‌پي: د ایران او اسراییلو شخړې
پر افغان بازارونو منفي اغېز کړی

دا خبر نورو سره شریک کړئ