Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

چینايي پانګوالو د مسکن په برخه کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې.
۱۸ ثور ۱۴۰۴

چینايي پانګوالو د مسکن په برخه کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې.

د کور او ښار جوړولو وزارت خبر ورکړی، چې د مسکن، ودانیزو چارو او د پروګرامونو پراختیا مرستیال محمد اسماعیل فایز له چینایي پانګوالو سره کتلي دي.

 په دې کتنه کې چینایي پانګوالو ویلي، غواړو چې په افغانستان کې د مسکن په برخه کې پانګونه وکړو. دوی زیاته کړې، چې د کور او ښار جوړولو وزارت مسولین به په دې برخه کې همکاري وکړي.

 یادو پانګوالو زیاته کړې، که چیرې د کورونو جوړولو لپاره ځمکه وپیژندل شي، چمتو یو چې د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت پانګونه وکړو.

 د مسکن، ودانیزو چارو او د پروګرامونو پراختیا مرستیال ویلي، افغانستان په بېلابېلو برخو کې بهرنۍ او کورنۍ پانګونې ته اړتیا لري او دا اړتیا د مسکن په برخه کې تر ټولو زیاته د پام وړ ده.

 نوموړي د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې په اړوندو برخو کې به ورته اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.

مطالب

چینايي پانګوالو
د مسکن په برخه کې
پانګونې ته لیوالتیا ښودلې

دا خبر نورو سره شریک کړئ