Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د کابل-ګردېز لويه لاره د واورې اورښت له امله تړل شوې.
۸ حوت ۱۴۰۳

د کابل-ګردېز لويه لاره د واورې اورښت له امله تړل شوې.

د لوګر ولايت ټولګټوریاست مسوولان وایي چې د تېرې شپې واورې اورښت او برف‌کوچونو له امله د کابل- ګردېز لویه لاره د تېرې کوتل سیمه کې او همداراز د لوګر دوو ولسوالیو لوې لارې هم د واورې اورښت له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوې دي.

د دغه ولايت د ټولګټو ریاست د مطبوعاتو مسوول محمدرضا کریمي رسنیو  ته وویل چې تېره ورځ او شپه د لوګر په مرکز پل علم او ولسوالیو کې سخته واوره شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې د واورې اورښت او برف‌کوچونو له امله د کابل- ګردېز لویه لاره د «تېرې کوتل» سیمه کې او همدا ډول د آزرې ولسوالۍ لاره «لټکورې کوتل» سیمه کې او خروار ولسوالۍ لويه لاره د «مولانا یعقوب چرخي کوتل» او التمور کوتل سیمو کې په د ټرافیکو پرمخ تړل شوې دي.

نوموړي زياته کړه، د يادو لارو د پرانيستلو په موخه د ټولګټو چارو رياست کارکوونکو هڅی پيل شوې او ژر به دوباره د ټرافیکو پرمخ پرانېستل شي.

مطالب

د کابل-ګردېز لويه لاره
د واورې اورښت له
امله تړل شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ