Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پاکستان؛ له بند ازاد شوي ۸۶ افغانان د تورخم لارې را لېږدولي.
۱۷ دلو ۱۴۰۳

پاکستان؛ له بند ازاد شوي ۸۶ افغانان د تورخم لارې را لېږدولي.

په تورخم کې د کډوالو د لېږد مسوولینو خبر ورکړی، چې پاکستان د دغه هېواد په پلازمېنه اسلام اباد او خېبر پښتونخوا کې نیول شوي ۸۶ افغانان له تورخم لارې افغانستان ته لېږدولي دي. د مسوولینو په خبره، دغو کسانو چې ډېرو یې پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد هم لرل، تر نیول کېدو وروسته بند هم تېر کړی دی. د سرچینې د مالوماتو له مخې دا کسان د ننګرهار، لغمان، کونړ، کابل، پروان، بلخ، غزني، خوست، جوزجان، سمنګان، کندوز، بغلان، ډایکندي، میدان وردک، هرات، پکتیکا، لوګر، او بغلان ولایتونو اوسېدونکي دي.

مطالب

پاکستان
له بند ازاد شوي
۸۶ افغانان
د تورخم لارې را لېږدولي

دا خبر نورو سره شریک کړئ