Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ټرمپ: ایران غواړي مخامخ خبرې وکړي.
۱۵ حمل ۱۴۰۴

ټرمپ: ایران غواړي مخامخ خبرې وکړي.



د امریکا او ایران ترمنځ د ناندریو په لړ کې ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې تهران غواړي له واشنګټن سره مخامخ خبرې وکړي.

ټرمپ تېره ورځ له خبریالانو سره په یوې ناسته کې همداراز هیله‌مندي ښودلې چې وکولای شي، له ایران سره مخامخ خبرې وکړي.

هغه وویل: «فکر کوم که مخامخ خبرې وکړو، ښه دی. خبرې به چټکې شي او مقابل لوری به ښه درک کړې، دا چې منځګړي یا له واسطو استفاده وکړې. هغوی «ایران» غوښتل چې له منځګړو استفاده وکړي، خو زما په اند دا نور داسې نه‌دی.»

د امریکا ولسمشر له دې وړاندې ویلي و چې د ایران مشرتابه ته یې، یو لیک استولی، څو د یاد هېواد اټومي پروګرام په تړاو مذاکرات پیل کړي.

ټرمپ د یاد لیک د منځ‌پانګې په اړه د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل: «لیک پرېږدئ، فکر کوم چې دوی «ایران» غواړي مخامخ خبرې وکړي.»

بل‌خوا ټرمپ تېره اوونۍ ایران ته خبرداری ورکړی و، که د اټومي پروګرام په تړاو خبرې بې‌پایلې شي، د ده په ټکو «بمبار پر لاره دی.»

ایران هم د یاد خبرداري په غبرګون کې ویلي و چې پر دغه هېواد د برید په صورت کې به سیمه کې د امریکايي ځواکونو او ګټو ته پرېکنده ځواب ورکړي.

مطالب

ټرمپ ایران غواړي
مخامخ خبرې وکړي

دا خبر نورو سره شریک کړئ