Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ایران اسراییلو ته د جاسوسۍ په تور یو کس اعدام کړی.
۷ جوزا ۱۴۰۴

ایران اسراییلو ته د جاسوسۍ په تور یو کس اعدام کړی.



د ایران قضایه قوې اړوند د میزان په رسنۍ په یوه راپور کې ویلي چې دغه هېواد کې اسراییلو ته د جاسوسۍ په تور یو کس اعدام شوی دی.

په راپور کې د اعدام شوي کس نوم پدرام مدني ښودل شوی او نن چهارشنبه، مې ۲۸مه په دار ځړول شوی دی.

ایران چې له اسراییلو سره ل اوږدې مودې راهیسې په یوې پټه جګړه کې ښکېل دی، ګڼ‌شمېر کسان اسراییلو ته د جاسوسۍ په تور اعدام کړي دي.

د میزان رسنۍ د راپور له مخې، پدرام مدني په ۲۰۲۰کال کې اسراییلو ته د جاسوسۍ په تور نیول شوی و او تهران کې د مهمو ځایونو په تړاو یې، اسراییلو ته معلومات برابرول.

تېره میاشت هم ایران د محسن لنګرنشین په نوم یو کس اسراییلو ته د جاسوسۍ په تور اعدام کړی و.

مطالب

ایران اسراییلو ته
د جاسوسۍ په تور
یو کس اعدام کړی

دا خبر نورو سره شریک کړئ