Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ایران افغانستان ته د ۲.۲ میلیارد ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي.
۱۷ حمل ۱۴۰۴

ایران افغانستان ته د ۲.۲ میلیارد ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي.

تهران ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی، چې ایران په تېرو ۱۱میاشتو کې افغانستان ته د ۲.۲ میلیارد ډالرو په ارزښت غیرنفتي توکي صادر کړي دي. 

د ایران د ګمرکونو ادارې مشر فرود عسکري ویلي، چې افغانستان په یاد موده کې د ایران لپاره پنځم لوی صادارتي هېواد و. 

یادې ورځپاڼې په خپل راپور کې لیکلي، چې ایران دا توکي د ۲۰۲۴ کال د مارچ له ۲۰مې د ۲۰۲۵ کال د فبروري تر ۱۸مې نېټې د ۱۱ میاشتو په موده کې افغانستان ته صادر کړي دي. 

تهران ټایمز په خپل راپور کې زیاتوي، چې افغانستان د خپل اړتیا وړ له ۸۰ سلنې ډیر توکي له بهر واردوي او د دغو وارداتو ۲۵ سلنه له ایران تامینږي. 

ورځپاڼه زیاتوي، چې افغانستان له ایران د خوراکي موادو، تېلو، درملو، طبي وسایلو او ساختماني وسایلو په څیر مهم توکې واردوي.

مطالب

ایران افغانستان ته
د ۲.۲ میلیارد ډالرو
په ارزښت توکي صادر کړي

دا خبر نورو سره شریک کړئ