Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ملګروملتونو ویاند: هیله‌ ده د افغان‌نجونو پر زده‌کړو محدودیت تر ۲۰۳۰کاله دوام ونه‌کړي.
۵ حمل ۱۴۰۴

ملګروملتونو ویاند: هیله‌ ده د افغان‌نجونو پر زده‌کړو محدودیت تر ۲۰۳۰کاله دوام ونه‌کړي.



د ملګروملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک ویلي، که چېرې افغانستان کې روان وضعیت او د سرپرست حکومت محدودیتونه همداسې دوام وکړي، له ۴ میلیون ډېرې افغان نجونې به د زده‌کړو د دوام له حقه محرومې شي.

هغه د دوشنبې په شپه د وري ۴، د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف د وروستي رپوټ پر بنسټ یوې خبري غونډې ته ویلي، افغانستان کې دامهال ۲.۲ میلیون نجونې له زده‌کړو محرومې دي او تمه لري چې دغه وضعیت دوام ونه‌کړي.

سټیفن دوجاریک دغه غونډه کې ټینګار کړی چې د نوي ۱۴۰۴ ښوونیز کال په پیل سره، شاوخوا ۴۰۰زره نورې نجونې هم د زده‌کړو له حقه محرومې شوي دي.

هغه زیاته کړې چې: «نن د نجونو په متوسطه زده‌کړو د بندیز ۳ کاله تیریږي. یونیسف ویلي چې که دغه محدودیت تر ۲۰۳۰ کاله دوام وکړي، تر څلور میلیون ډېرې افغان نجونې به له منځني ښوونځي پورته زده‌کړو څخه محرومې شي او مونږ هیله مند یو چې دغه وضعیت دوام ونه‌کړي.»

د ملګروملتونو د سرمنشي ویاند ټینګار کړی چې افغانستان نه‌شي کولی تر نیمايي نفوس یې شاته پاتې شي.

دا داسې مهال دی چې شاوخوا درې نیم کاله کیږي چې له شپږم ټولګي پورته نجونې زده‌کوونکې له زده‌کړو محرومې دي. دغه موده کې سرپرست حکومت تل ویلي چې دغو نجونو زده‌کوونکو ته د مناسبو شرایطو له برابرېدو وروسته به، د هغوی پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي.

مطالب

ملګروملتونو ویاند
هیله‌ ده د افغان‌نجونو
پر زده‌کړو محدودیت
تر ۲۰۳۰کاله دوام ونه‌کړي

دا خبر نورو سره شریک کړئ