Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ترکيې کې پولیسو ۶۹ نور افغان کډوال نیولي.
۴ حوت ۱۴۰۳

ترکيې کې پولیسو ۶۹ نور افغان کډوال نیولي.

ترکي رسنیو ویلي، چې د دغه هېواد پولیسو په وان ښار کې په یوه باروړونکي موټر کې تر یوې څارنې او پلټنې وروسته ۶۹ناقانونه افغان کډوال نیولي دي. رسنیو پرون د ترکیې پولیسو په حواله زیاته کړې چې په دې پلټنه کې پنځه نور کسان د انساني قاچاق په تور نیول شوي دي. د راپورونو پر بنسټ، دغه باروړونکی موټر د ترکیې له وان ښار څخه د دغه هېواد لوېدیځو ښارونو ته روان و چې د لارې په اوږدو کې د پولیسو له خوا نیول شوی دی. په راپورونو کې راغلي چې د افغانانو نېول شوې ډله د کډوالو د ساتنې مرکزونو ته لېږدول شوې. دا په داسې حال کې ده چې د ترکیې پولیسو په دې وروستیو کې د ناقانونه کډوالو د پلټنې او توقیف عملیات پیل کړي دي.

مطالب

ترکيې کې پولیسو
۶۹ نور افغان کډوال نیولي

دا خبر نورو سره شریک کړئ

ترکيې کې پولیسو ۶۹ نور افغان کډوال نیولي.