Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر او میدان‌وردګ کې ټرافیکي پېښې؛ څلور کسان مړ او ۲۰ ټپیان دي.
۲۶ دلو ۱۴۰۳

لوګر او میدان‌وردګ کې ټرافیکي پېښې؛ څلور کسان مړ او ۲۰ ټپیان دي.

د لوګر او میدان‌وردګ ولایتونو کې د ټرافیکي پېښو له امله څلور کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲۰ نور ټپیان دي.

د ميدان‌وردګ امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت سيداباد ولسوالي اړوند د کابل_ کندهار پر لويه لار د دشت‌ټوپ په زرني سیمه کې د ۵۸۰ او فلانکوچ ډوله موټر ترمنځ ترافيکي پېښې له امله څلور کسان مړه او لس نور ټپيان شوي دي.

د یاد ولایت د امنیې قومنداني ویاند محمدیوسف اسرار رسنیو ته وویل، ياده پېښه بېګاه شپه ناوخته د دشت‌ټوپ په زرني سيمه کې رامنځته شوې.

پېښه کې د یوې ښځې په ګډون څلور کسان مړه او د درېوو ښځو په ګډون لس کسان ټپيان شوي دي. هغه زیاته کړه، ټپيان شوي کسان د امنيتي ځواکونو او عامو خلکو په مرسته د همدې سیمې روغتيايي مرکز ته انتقال شوي دي.

بل‌خوا د لوګر امنيه قومنداتي چارواکي وايي چې بېګاه ناوخته د کابل-ګردېز پر لویه لاره د يوې ټرافيکي پېښې له امله د يوې ښځې او ماشوم په ګډون لس کسان ټپيان شوې دي.

د دغه ولايت امنيه قومنداني وياند مولوي احمدالله انس زینت راډیو ته وويل، دغه پېښه د کابل-لوګر پر لويه لاره د مرکز پل‌علم ښار اړوند په «کمبزه» سیمه کې د يوې سراچې او پاسو موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې.

انس زياته کړه، د پېښې ۹ ټپيان د لوګر ولايتي روغتون ته درملنې لپاره لېږدول شوي او يو کس د پکتيا حوزوي روغتون ته وړل شوې چې د يوشمېر ټپيانو روغتيايي حالت نازک ښودل شوی دی.

دواړه پېښې د موټرچلوونکو د بې‌احتیاطي او ګړندي تګ له امله رامنځته شوي دي.

مطالب

لوګر او میدان‌وردګ کې
ټرافیکي پېښې
څلور کسان مړ او ۲۰ ټپیان دي

دا خبر نورو سره شریک کړئ