Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

کاپیسا کې لس مخابراتي سایټونه فعالېږي.
۱۰ سرطان ۱۴۰۴

کاپیسا کې لس مخابراتي سایټونه فعالېږي.

د کاپیسا محلي مسوولان وايي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د «ټي‌ډي‌اېف» پروژې په چوکاټ کې لس نور مخابراتي سایټونه فعالوي.

د کاپیسا د والي ویاند عبدالعزیز نظري رسنیو ته ویلي چې د اتو مخابراتي سایټونو چارې پیل شوي او په وینا یې، دغه نوي سایټونه به د یاد ولایت په «حصه دوم کوهستان، اله‌سای، تګاب او نجراب» ولسوالیو کې فعال شي.

د مسوولانو په وینا، په یادو ولسوالیو کې د مخابراتي خدمتونو له کمزورتیا شکایتونه ډېر وو او د یادې ستونزې د هواري لپاره په همدې ولسوالیو کې یاد مخابراتي سایټونه جوړېږي.

کاپیسا کې دغه مخابراتي سایټونه داسې مهال جوړېږي چې د هېواد په نورو لروپرتو ولسوالیو او سیمو کې هم خلک د مخابراتي خدمتونو له نشتوالي او کمزورتیا شکایت لري.

بل‌خوا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مسوولانو په وار وار ویلي چې هېواد کې معیاري مخابراتي خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دي او ټينګار یې کړی چې د هېواد لروپرتو سیمو ته به د معیاري مخابراتي خدمتونو لمن وغځوي.

مطالب

کاپیسا کې لس
مخابراتي سایټونه فعالېږي

دا خبر نورو سره شریک کړئ