په اسلاماباد کې د افغانستان سفارت چارسمبالي، سردار احمد شکیب په پاکستان کې د ایران له سفیر، رضا امیري مقدم سره کتلي دي.
د افغانستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او ایران ترمنځ د دوهاړخیزو اړیکو، د افغان کډوالو، د سیمې د وضعیت او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.