Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

شمالي‌کوریا په مصنوعي ځیرکتیا سمبال ډرون جوړ کړی.
۷ حمل ۱۴۰۴

شمالي‌کوریا په مصنوعي ځیرکتیا سمبال ډرون جوړ کړی.



د شمالي‌کوریا مشر کېم جونګ اون د مصنوعي ځیرکتیا پر ټکنالوژۍ سمبال د ځانمرګي ډرون الوتکې له ازموینې څارنه کړې او ویلي یې دي چې بې‌‌پېلوټه تجهیزات او مصنوعي ځیرکتیا څخه باید د پوځ پیاوړتیا او پرمختګ کې کار واخیستل شي.

دغه بې‌پيلوټه پرمختللې الوتکې په ځمکه او اوبو کې تاکتیکي اهداف په نښه کولای شي.

دا لومړی ځل دی چې شمالي‌کوریا له وخت وړاندې بې‌پېلوټه الوتکه نندارې ته وړاندې کړه، هغه څه چې د یاد هېواد هوايي ځواک پیاوړتیا کې به مرسته وکړي.

بل‌خوا د سوېلي‌کوریا پوځ وايي چې تراوسه د یادې الوتکې عملیاتي وړتیا روښانه نه‌دي، خو په وینا یې، یاده بې‌پېلوټه الوتکه لویه او درنه ده. سوېلي‌کوریا اټکل کړی چې ښايي روسیې د یادې الوتکې جوړولو کې له شمالي‌کوریا سره مرسته کړې وي.

تر دې وړاندې د سوېلي‌کوریا د ملي امنیت سلاکار شین وون سیک تېرکال ویلي و، روسیې په اوکراین د شمالي‌کوریا د سرتېرو د جګړې په بدل کې پیونګ یانګ ته هوايي ضد توغندي او هوايي دفاعي تجهیزات ورکړي دي.

د شمالي‌کوریا دولتي رسنۍ همداراز ویلي چې کېم جونګ اوون په جلا توګه د کشف، استخباراتي معلوماتو راټولولو او نور سېسټمونو لپاره نوي رامنځته شوي تجهیزات وارزول.

مطالب

شمالي‌کوریا په مصنوعي
ځیرکتیا سمبال ډرون جوړ کړی

دا خبر نورو سره شریک کړئ