غزني کې درې کسان له ۱۵ کیلوګرامه نشهيي توکو سره نیول شوي.
د غزني امنیه قوماندانې وایي چې د دغه ولایت په مرکز یې درې کسان له ۱۵ کیلوګرامه نشهیي توکو (ښیښې) سره نیولي دي.
د غزني ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند ابوخالد سرحدي خبري رسنیو ته وویل چې یادو کسانو به له هلمنده نشهیي توکي راوړل او بیا به یې په کابل او غزني کې پلورل.
هغه زیاته کړه، یاد کسان د غزني ښار ترانسپورټ څلورلاره کې له ۱۵ کیلوګرامه «ښیښې»، یو ميل کلاشینکوف، دوو چانټو، یوه لوکسل موټر او یوه اندازه نغدو پیسو سره ونیول شول.
سرحدي د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل چې د غزني ښار د دویمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې هم درې کسان له یوه اندازه نشهیي توکو سره نیول شوي دي.