Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ټرمپ وايي له پوتین سره باید په بل ډول چلند وشي.
۷ ثور ۱۴۰۴

ټرمپ وايي له پوتین سره باید په بل ډول چلند وشي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، فکر کوي چې ولادیمیر پوتین په اوکراین کې د جګړې د پایته رسولو هیڅ اراده نه لري او باید ورسره بل ډول چلند وشي.

 نوموړي پر پوتین د جګړې د پای ته رسولو په لیوالتیا شک څرګند کړی او په ملکي سیمو یې د روسیې وروستي توغندیز بریدونه هم غندلي دي.

 هغه ګواښ کړی چې که بریدونه دوام وکړي نو پر روسیې به نوي اقتصادي بندیزونه ولګوي. 

ترمپ یو ځل بیا په رسنیو، په ځانګړې توګه په نیویارک ټایمز، نیوکه وکړه، او ویې ویل چې که د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولي د تاریخ تر ټولو غوره تړون هم لاسلیک کړي، نو دوی بیا هم هغه تر ناحقه پوښتنو لاندې راولي.

مطالب

ټرمپ وايي له پوتین
سره باید په بل
بل ډول چلند وشي

دا خبر نورو سره شریک کړئ