Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

فاریاب؛ تېر کال د پاسپورت امریت د عوایدو کچه د پام وړ زیاته شوې.
۲۱ حمل ۱۴۰۴

فاریاب؛ تېر کال د پاسپورت امریت د عوایدو کچه د پام وړ زیاته شوې.

د فاریاب ولایت د پاسپورټ امریت مسوولینو خبر ورکړی، چې په تېر ۱۴۰۳ مالي کال کې د عوایدو کچه د پام وړ زیاته شوې ده. 

د یاد امریت مسوولین وایي، چې تېرکال ۴۸ زره ۷۸۸ غوښتونکو ته پاسپورتونه وېشل شوي دي. د مسوولینو په خبره د یاد شمېر پاسپورتونو د وېش له درکه ۲۷۱ میلیونه ۶۲ زره افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته سپارل شوي دي.

 د یاد ولایت د پاسپورټ امریت مسوولین زیاتوي، چې دا شمېر د ۱۴۰۲ مالي کال په پرتله، چې یوازې ۱۵۱ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي وو، ۷۹ سلنه زیاتوالی ښيي.

 مسوولینو د مراجعینو زیاتېدو ته په اشارې سره ویلي، چې دا امریت د پرسونل او تجهیزاتو له کمښت سره مخ دی او د لا زیاتې پاملرنې اړتیا لري.

مطالب

فاریاب؛ تېر کال
د پاسپورت امریت د عوایدو
کچه د پام وړ زیاته شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ