Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

خوست کې د پاکستان دوه ټېلره خراب کچالو نیول شوي.
۲۸ حمل ۱۴۰۴

خوست کې د پاکستان دوه ټېلره خراب کچالو نیول شوي.



د خوست په غلام‌خان بندر کې د نباتي قرنطین مدیریت له لوري په دوو ټېلر موټرو کې بار ۲.۵ ټُنه بې‌کیفیته او خنثی شوي کچالو نیول شوي دي.

دغه کچالو له پاکستان څخه خوست ته رالېږدول کېدل.

د خوست ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ياد ولايت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امریت اړوند، د غلام خان بندر نباتي قرنطین مدیریت کارکوونکو په دوو ټېلرو کې بار دغه کچالو نیولي دي.

د خبرپاڼې له مخې، په دوو ټېلر موټرو کې بار ۲.۵ ټنه خنثي شوي کچالو پاکستان څخه افغانستان ته راوړل کېدل چې د پلټنې او چیک وروسته ضبط او په یوه مناسب ځای کې تر خاورو لاندې خښ کړل شول.

خبرپاڼه زياتوي چې د خوست ولایتي اداره له ټولو سوداګرو څخه د باکیفیته محصولاتو واردولو هیله لري، څو هېوادوال له روغتیايي او پاکو محصولاتو څخه ګټه واخلي.

تر دې وړاندې هم په ياد بندر کې له پاکستان څخه د واردېدونکو بې‌کیفیته خوراکي او غیرخوراکي د توکو د لېږد مخه نیول شوې ده.

مطالب

خوست کې د پاکستان
دوه ټېلره خراب کچالو نیول شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ