په قطر کې د افغانستان سفارت خبر ورکړی، چې محمد سهیل شاهین په دوحه کې له مېشتو افغان سوداګرو سره په کتنهکې د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا، افغاني صادراتو ته د بازار موندنې او پانګوالو ته د اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه خبرې کړې دي.
د خبر پاڼې د مالوماتو له مخې، په دې ناسته کې د افغان او قطري سوداګرو ترمنځ د ګډې پانګونې پر فرصتونو هم خبرې اترې شوې دي.