Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پکتیکا کې ۳۴۲ لویې او کوچنۍ شنې خونې جوړې شوې,
۱ حوت ۱۴۰۳

پکتیکا کې ۳۴۲ لویې او کوچنۍ شنې خونې جوړې شوې,

د پکتیکا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، چې په روان کال کې د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۳۴۲ لویې او کوچنۍ شنې خونې جوړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د یادو مسوولینو په وینا د دغو شنو خونو د جوړولو چارې د یاد ریاست تر چترلاندې د سرپرست حکومت په مالي ملاتړ او د همکارو موسسو له لوري د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۴۱ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. سرچینې زیاته کړه، چې د شنو خونو خاوندانو ته د سولرتختې، سمرسیبل، برقي مزي، د اوبو ذخیرې، د اوبولګولو مجهزسیسټم، د ډول ډول سبوتخمونه او ډول ډول کیمیاوي سرې او نوراړین ملحقات هم وېشل شوي دي.

مطالب

پکتیکا کې ۳۴۲
لویې او کوچنۍ شنې خونې
جوړې شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ