Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

سوداګرۍ وزارت؛ له قزاقستان سره ۲۰ هوکړه لیکونه لاسلیک شوي دي.
۳ ثور ۱۴۰۴

سوداګرۍ وزارت؛ له قزاقستان سره ۲۰ هوکړه لیکونه لاسلیک شوي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د افغانستان او قزاقستان د سوداګرۍ په ګډه غونډهکې د افغانستان خصوصي سکتور او قزاقستان ترمنځ د همکارۍ او سوداګرۍ ۲۰ هوکړه لیکونه لاسلیک شوي دي. 

په خبر پاڼه کې راغلي، چې دا هوکړې سه‌شنبه د غويي پر ۲مه لاسلیک شوې دي. 

د خبرپاڼې له مخې، په دې هوکړو کې د ۱۴۰ میلیونو ډالرو په ارزښت ۱۷ د سوداګرۍ او درې د همکارۍ هوکړې دي. د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي بیا ویلي چې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ سوداګري ۳۲ سلنه ډېره شوې ده.

مطالب

سوداګرۍ وزارت
له قزاقستان سره
۲۰ هوکړه لیکونه لاسلیک شوي دي

دا خبر نورو سره شریک کړئ