ټرمپ د اوکراین جنګ پای ته رسولو په موخه له پوتین سره خبرې کړې.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تاید کړې، چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوټین سره یې د اوکراین جنګ د پای ته رسولو په تړاو خبرې کړې دي. رویټرز خبري اژانس د نیویارک پوسټ په حواله راپور ورکړی چې دا د دواړو مشرانو ترمنځ له ۲۰۲۲ کال راهیسې لومړنۍ مستقیمې خبرې دي. ټرمپ چې د اوکراین جنګ د پای ته رسولو ژمنه یې کړې وه د لوړې له مراسمو وروسته یې تر اوسه د خپلې دغې ژمنې د عملي کولو لپاره هېڅ اقدام نه و کړی. ټرمپ تېره اونۍ په خپلو څرګندونو کې د اوکراین جنګ د “وینې حمام” وباله او ویې ویل چې د هغه ټیم په دې برخه کې ځینې “ښه” مذاکرات ترسره کړي دي، خو د دغو مذاکراتو په اړه یې ډېر جزئيات ورنکړل. سپینې ماڼۍ ونه غوښتل چې له کاري ساعتونو څخه بهر په دې اړه پوښتنو ته ځواب ووايي. ټرمپ دغه راز وویل تل یې له پوټین سره ښې اړیکې درلودې او د جنګ د پای ته رسولو لپاره “پیاوړی پلان” لري.