Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

له یمن څخه پر اسراییلو توغندی وېشتل شوی.
۲۹ حمل ۱۴۰۴

له یمن څخه پر اسراییلو توغندی وېشتل شوی.



د اسراییلو پوځ وايي چې له یمن څخه د دوی پر لوري توغول شوی توغندی یې، شنډ کړی دی.

د اسراییلو پوځ نن جمعه، اپرېل ۱۸مه، په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه توغندی له هغه سیمې د دوی پر لور وېشتل شوی چې د ایران له ملاتړ برخمنه حوثي ډله ترې توغندیز بریدونه کوي.

د یمن حوثي ډله وايي چې د غزې په ملاتړ پر اسراییلو بریدونه کوي او تر هغې به دوام ولري چې غزه کې یې، روانه جګړه پای ته نه‌وي رسولي.

حوثیان همداراز په سره سمندر کې د اسراییلو او امریکا اړوند سوداګریزو او پوځي بېړیو باندې هم بریدونه کوي.

د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۳کال له نومبر راهیسې حوثي ډلې په سره سمندر کې د اسراییلو اړوند بېړیو باندې څه باندې ۱۰۰ توغندیز بریدونه کړي دي.

مطالب

له یمن څخه
پر اسراییلو توغندی وېشتل شوی

دا خبر نورو سره شریک کړئ