Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

بادغیس کې چاودنه؛ دوو ورونو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
۲۳ ثور ۱۴۰۴

بادغیس کې چاودنه؛ دوو ورونو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د بادغیس امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ناچاودو توکو د چاودنې له امله دوه ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

پېښه د یاد ولایت په قادس ولسوالي کې رامنځته شوې.

د بادغیس امنیه قومنداني ویاند صدیق‌الله صدیقي وايي چې یاده پېښه پرون دوشنبه، غويي ۲۲مه د قادس ولسوالي په «قرچغي» سیمه کې شوې ده.

د نوموړي په وینا، پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې دغو دوو ماشومانو پر ناچاودو توکو لوبې کولې. تراوسه د ناچاودو توکو بڼه نه‌ده معلومه شوې.

صدیقي زیاتوي چې پېښه کې وژل شوي دوړاړه ورونه دي چې عمرونه یې، له لس تر دولسو کلونو وو.

افغانستان کې له تېرو جګړو پاتې ناچاودي توکي او ماینونه هره ورځ د ګڼ‌شمېر هېوادوالو ژوند ګواښي چې ډېری قربانیان یې، ماشومان دي.

هېواد کې د ماین پاکۍ ادارې د همغږۍ او انسجام رییس نورالدین رستم‌خېل د روان کال وري ۲۶مه کابل کې د ماین پاکۍ نړیوالې ورځې نمانځ غونډې ته ویلي و، تېرکال هېواد کې ۱۰۳ کیلومتره مربع ځمکه له ماینونو او چاودو توکو پاکه شوې.

د نوموړي په وینا، لاهم ۱۱۵۰ کیلومتر مربع ځمکه په ماینونو پوښلې چې باید پاکه شي. هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان د ماین پاکۍ له پروګرام څخه باید له سیاسي موضوعاتو پرته، د نړیوالې ټولنې له‌خوا ملاتړ وشي.

د ده په وینا، تېر کال د هېواد په سطحه د ماینونو او ناچاودو توکو چاودنو کې ۶۱۳ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

مطالب

بادغیس کې چاودنه
دوو ورونو خپل ژوند له لاسه ورکړی

دا خبر نورو سره شریک کړئ