په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) ویلي، چې فرانسه د
افغانانو د ژوند ښه کولو، طبیعي پېښتو ته د چمتوالي، اقلیمي بدلون سره د
مبارزې او اقتصادي خپلواکۍ د پياوړتیا په برخه کې يو ميلیون يورو مرسته
کوي.
په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام په يوې خبرپاڼې کې ویلي، چې د
فرانسې دا مرسته به د شپږو مياشتو لپاره دوی ته زمينه برابره کړي، چې د
۱۱۰۰ څخه زياتي کورنۍ مسلکي ورزوي، د کروندګرو ملاتړ وکړي او د اقليمي
بحران په وړاندې لا اغېزناک ګامونه واخلي.
د خوړو نړۍوال پروګرام د فرانسې
حکومت د یومیلیون یورو مرستې کولو مننه کړې. د یادولو وړ ده، چې د فرانسې
حکومت په افغانستان کې دخوړو نړۍوال پروګرام په بېلابېلو برخو کې له ۲۰۲۱
څخه تر ۲۰۲۴ پورې شاوخوا ۵۰ میلیونه یورو مرسته کړې ده.