Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

کابل کې د چین سفیر بلخ ولایت ته په سفر تللی دی.
۱۱ ثور ۱۴۰۴

کابل کې د چین سفیر بلخ ولایت ته په سفر تللی دی.

په کابل کې د چین سفیر جاو شینګ بلخ ولایت ته په سفر تللی دی. 

سرچینې ویلي، چې نوموړي د سفر پرمهال د دغه ولایت له والي محمد یوسف وفا سره د افغانستان او چین ترمنځ د اقتصادي همکاریو، دوه اړخیزو اړیکو، د اقتصادي دهلېزونو، پانګونې، صادراتو او وارداتو د زیاتوالي او سیمه‌ییزو اړیکو د پراخوالو په تړاو خبرې کړې دي. 

د چین سفیر ویلي، چې هېواد یې د افغانستان له امنیت، اقتصادي ثبات او رښتیني انځور ملاتړ کوي او ژمن دی چې په مهمو بنسټیزو پروژو کې همکاري وکړي. هغه زیاته کړې، چې چین له افغان صادارتو تعرفه نه اخلي او غواړي افغانستان د سیمه‌ییزې سوداګرۍ مهم مرکز شي.

مطالب

کابل کې د چین سفیر
بلخ ولایت ته په سفر تللی دی

دا خبر نورو سره شریک کړئ