Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پر اوکراین د روسیې برید؛ ۱۵ کسان وژل شوي او ۷۵ ټپیان دي.
۲۷ جوزا ۱۴۰۴

پر اوکراین د روسیې برید؛ ۱۵ کسان وژل شوي او ۷۵ ټپیان دي.



اوکرایني چارواکو اعلان کړی چې د یاد هېواد په څو برخو کې د روسیې د بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونو پرمهال لږترلږه ۱۵ کسان وژل شوي او له ۷۵ څخه ډېر ټپیان دي.

د اوکراین ولسمشر ولودېمیر زېلېنسکي نن (سه‌شنبه، د جون ۱۷مه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې روسیې د اوکراین پر څو ښارونو د ډرون څه باندې ۴۴۰ بریدونه او ۳۲ توغندي ویشتلي دي.

د اوکراین د کورنیو چارو وزیر د پیښې په ځای کې خبریالانو ته وویل چې یو امریکاي وګړی هم د بم د ټوټې له امله مړ شوی دی. هغه خبرداری ورکړ چې د وژل شویو شمېر ښايي لوړ شي.

د کېیف ښاروال بیا ویلي چې د ښار په دوو نورو سیمو کې د اوکراین د هوايي دفاعي سېستم له‌خوا د ډرون له نسکورولو وروسته، اورلګېدلی دی.

د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې د اوکراین او روسیې ترمنځ د شخړې له پیل راهیسې، دواړو خواوو د ملکي وګړو په نښه کول رد کړي دي؛ خو تراوسه په جګړه کې زرګونه ملکیان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د شخړې د پای ته رسولو لپاره نړیوالو هڅو تراوسه کومه پایله نه‌ده ورکړې او د مسکو او کېیف ترمنځ خبرې د بندیانو تر تبادلې پورې محدودې وې.

مطالب

پر اوکراین د روسیې برید
۱۵ کسان وژل شوي او ۷۵ ټپیان دي

دا خبر نورو سره شریک کړئ