Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پاکستان کې د KFC پر پلورنځیو د برید له امله ۱۷۸ کسان نیول شوي.
۳۱ حمل ۱۴۰۴

پاکستان کې د KFC پر پلورنځیو د برید له امله ۱۷۸ کسان نیول شوي.



پاکستان کې د غزې په ملاتړ د لاریونونو پرمهال د امریکايي مېشت فاسټ‌فوډ  KFC پر پلورنځیو د ډله‌ییزو بریدونو په تور ۱۷۸ کسان نیولي دي.

دغه لاریونونه په غزه کې د اسراییلو جګړې پر ضد او له اسرییلو څخه د امریکا د نږدې ملاتړ په مخالفت کې شوي دي.

د غزې د جګړې له پیل راهیسې د فاسټ فوډ ځنځروي پلورنځي، دغه هېواد کې د اسلامي ګوندونو له لوري د لاریونونو پرمهال هدف ګرځېدلي دي. د دوی په وینا، دا برانډ د اسراییلو لپاره د متحده ایالاتو ملاتړ سره تړاو لري.

د چارواکو په وینا، یوازې روانه اوونۍ پر یادو پلورنځیو د بریدونو له امله ۱۷۸ کسان نیول شوي دي.

پولیسو په کراچۍ، لاهور او پلازمېنې اسلام‌اباد کې د KFC پر رسټورانټونو د لاریون کوونکو بریدونه تایید کړي دي.

لوېدیځ برنډونه په پاکستان او نورو مسلمانو هېوادونو کې پر غزې د اسرییلو برید او د امریکا د ملاتړ له کبله په بېلابېل ډوله له اعتراضونو او بندیزونو سره مخ شوي دي.

مطالب

پاکستان کې د KFC پر پلورنځیو
د برید له امله ۱۷۸ کسان نیول شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ