Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

حامد کرزي هیواد والو ته؛ هیله لرم د کوچني اختر ورځې په خوښۍ تېرې کړئ.
۱۰ حمل ۱۴۰۴

حامد کرزي هیواد والو ته؛ هیله لرم د کوچني اختر ورځې په خوښۍ تېرې کړئ.

د هیواد پخواني ولسمشر حامد کرزي پر خپله اېکس پاڼه په یوه لیکلي بیان کې د کوچني اختر په را رسېدو سره ټولو هیواد والو ته مبارکي ویلې ده. 

حامد کرزي ویلي، (د يو ملت په توګه دا مو وجيبه ده، چې په پوره اتحاد، اتفاق، ورورگلوۍ او وطنپالنه د خپل هيواد د آبادۍ او پرمختگ لپاره هڅه وکړو.) نوموړي په دې لیکلي بیان کې یو ځل بیا یادونه کړې، چې د نجونو پر مخ د تعليمي مرکزونو بند پاتې کيدل د هيواد د پرمختګ لپاره ستر خنډ دی. 

ښاغلي کرزي زیاته کړې که غواړو خپلواکه، باعزته او آباد و اوسو؛ نو اړینه ده چې تعلمي برخې ته اساسي او جدي پاملرنه وکړو او لازمه زمينه ورته برابره کړو.

مطالب

حامد کرزي هیواد والو ته
هیله لرم د کوچني اختر
ورځې په خوښۍ تېرې کړئ

دا خبر نورو سره شریک کړئ