Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پر غزې د اسراییل تازه بریدونو کې ۲۰۰ کسان وژل شوي.
۲۸ حوت ۱۴۰۳

پر غزې د اسراییل تازه بریدونو کې ۲۰۰ کسان وژل شوي.



د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي چې د غزې په یوشمېر برخو د اسراییل تازه هوايي بریدونو کې شاوخوا ۲۰۰ کسان وژل شوي او تر ۲۰۰ ډېر ټپیان دي.

دغه وزارت ویلي چې دغو کسانو ته د غزې شمالي سیمو دېرالبلاح، خان‌یونس، رفح او د غزې سویل کې د اسراییل د نن سهار هوايي بریدونو کې مرګژوبله اوښتې ده.

د فلسطین د روغتیا وزارت په وینا، پر غزې د اسراییلو بریدونو کي زیاتره قربانیان ماشومان او ښځې دي.

د رپوټونو پر بنسټ، د اسراییل لومړي وزیر بینیامین نتنیاهو او د دغه هېواد د دفاع وزیر اسراییل کاتز پر غزې د پراخو بریدونو لارښوونه کړې ده.

د اسراییل لومړي وزیر یوه بیانیه کې ویلي، وروسته له هغې یې پر غزې د بریدونو تازه پړاو پیل کړ چې حماس د اسراییلي یرغمل شویو خوشې کولو سره مخالفت وښود او د اوربند دویم پړاو هوکړې په اړه یې د امریکا وړاندیز ونه مانه.

بیانیه کې ویل شوي چې: «اسراییل به له دې وروسته د حماس پر وړاندې عملي اقدام کوي او له خپل پوځي ځواک څخه به کار واخلي.»

اسراییل ویلي چې د غزې بېلابېلو برخو کې یې د حماس په لسګونه هدفونو بریدونه کړي. د اسراییل ننني بریدونه د جنوري له ۱۹ او د اوربند له هوکړې وروسته تر ټولو ستر بریدونه بلل کیږي.

حماس اسراییل د اوربند هوکړې په نقض کولو تورن کړی او ویلي، دغه هېواد د ۵۹ اسراییلي یرغمل شویو برخلیک ناڅرګند پرې‌اېښی دی.

د اسراییل داسې مهال دغه تازه بریدونه کړي چې د حماس او اسراییل استازي قطر کې د اوربند دویم پړاو لپاره په خبرو بوخت وو.

مطالب

پر غزې د اسراییل
تازه بریدونو کې
۲۰۰ کسان وژل شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ