Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

خوست کې د لوی اختر په مناسبت کلک امنیتي تدابیر نيول شوي.
۱۶ جوزا ۱۴۰۴

خوست کې د لوی اختر په مناسبت کلک امنیتي تدابیر نيول شوي.



د خوست امنیه قومنداني وياند طاهر احرار وايي، د امنيه قومنداني اړوند امنیتي او کشفي بنسټونو له نورو نظامي ارګانونو سره یوځای په ښار او ولسوالیو کې د لوی اختر د مراسمو ښه ترسره‌کېدو په موخه منظم امنیتي تدابیر نیولي دي.

هغه زياتوي چې پولیس به د تېر په څېر په اختر کې د ډاډمن امنیت لپاره ۲۴ ساعته ګرځنده ګزمې کوي.

نوموړی له عامو خلکو هم غوښتنه کوي چې د شکمنو کړنو په لیدو سره دې د تېر په څېر د امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.

هغه د خوست مېشتو خلکو څخه غوښتنه وکړه چې د پټاقیو او نورو مزاحمو توکو له کارونې څخه ډډه وکړي، څو د خلکو رواني امنیت ته زیان وانه‌ړوي.

د خوست امنیه قومنداني وياند طاهر احرار ټينګار وکړ چې د اختر شپو ورځو کې دې خلک د نقليو وسايطو له چلوو سره احتياط وکړي او ټول ترافيکي قوانين دې مراعت کړي.

مطالب

خوست کې د لوی اختر په مناسبت
کلک امنیتي تدابیر نيول شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ