د میدان وردګو ځایي مسولین وایي، د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري په دغه ولایت کې د ۶۸ ميليونه افغانيو په لګښت د مسافر وړونکو موټرو لپاره د یوه ترمینال د جوړولو چارې پیل شوې دي.
د پرانیستنې په مراسمو کې د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني ویلي، چې دا ترمینال د اسلامي امارت له انکشافي بودیجې څخه پر ۳۸ جریبه ځمکه جوړېږي.
د نوموړي په وینا دغه ترمینال به د ۲۰۰ موټرو د پارک کولو ظرفیت ولري او د جوړېدو چارې به یې په راتلونکو ۹ میاشتو کې بشپړې شي.
سرپرست وزیر زیاته کړې چې د دې پروژې لومړۍ برخه به د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شي او پاتې چارې به یې په راتلونکي کې بشپړې شي.
د میدان وردګو ولایت د کور او ښار جوړولو مسوولین وايي، چې د دې پروژې له تطبیق سره به د سیمې ۱۰۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شي او د جنوبي ولایتونو مسافرو ته به ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.
د میدان وردګو ولایت اوسېدونکو د دې پروژې له پیل څخه خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د دې پروژې بشپړېدل به د ځوانانو لپاره کاري فرصتونه برابر کړي او د مسافرو ستونزې به حل کړي.