په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د بېړنیو مرستو مرستیالې همغږې کوونکې جویس ماسویا د امنیت شورا ناستې ته ویلي، چې افغانان له دوامدارو او شدیدو بشردوستانه اړتیاوو سره مخ دي.
مسویا ویلي، چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو چې لسیزو جګړو، بنسټيز فقر، اقلیمي ناورینونو، د نجونو او مېرمنو پر وړاندې پراخو محدودیتونو او د بودیجې کمښت وضعیت ترینګلی کړی دی.
نوموړې زیاته کړې چې په افغانستان کې د مور او ماشوم مړینه له نړیوالې منځنۍ کچې ۲.۵ برابره ډېره ده او ترڅنګ یې پراخه وچکالي د دغه هېواد ځينې برخې ګواښي. مسویا خبرداری ورکړی چې ښايي کابل په اوسني پېر کې په نړیواله کچه پر یو داسې پلازمېنې بدل شي چې د اوبو له شدید کمښت سره مخامخ وي.