Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

خوست کې د وژل شویو ۱۳ کسانو د قاتلانو نیول؛ پلار او دوه زامن دي.
۱۵ دلو ۱۴۰۳

خوست کې د وژل شویو ۱۳ کسانو د قاتلانو نیول؛ پلار او دوه زامن دي.

د خوست امنيه قومنداني مسوولان وايي چې د یاد ولایت د علي‌شېرو ولسوالي د یوې کورنۍ د وژل شویو ۱۳ غړیو قاتلان یې، نیولي دي.

د خوست امنيه قومنداني څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه  درې کسان د یادې قومنداني او د استخباراتو رياست د ځواکونو د ګډو هڅو په پایله کې نیول شوي دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې د نيول شويو کسانو له ډلې یو یې، د پېښې په شپه همدې ولسوالي کې پاتې شوی او دوه نور تښتېدلي وو. تښتېدلي کسان د ځاځي‌میدان ولسوالي په یوې لرې‌پرته سیمه کې نیول شوي دي.

خبرپاڼه کې نیول شوي کسان د منګل په نوم کس او د هغه دوه زامن ښودل شوي دي.

په خبرپاڼه کې ويل شوي دا کسان چې په اصل کې د پکتيا د سيدکريم ولسوالي اوسېدونکي او دامهال د خوست علي‌شېرو ولسوالي ابوخانې سيمه کې اوسېږي.

له نيول شويو کسانو سره دوه میله کلاشينکوف او يو لاسي بم هم ترلاسه شوي دي. یادو کسانو په لومړنيو څېړنیو کې منلې چې د یوې کورنۍ ۱۳ غړي، دوی وژلي دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې د يادو کسانو دوسيې به د وروستيو اجراتو په موخه عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

د روانې سلواغې مياشتې په ۱۰مه د شپې مهال د خوست علي‌شېرو ولسوالي د ابوخانې سيمه کې وسله‌والو د يوې کورنۍ ۱۳ غړي چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل وو، ووژل.

مطالب

خوست کې
د وژل شویو ۱۳ کسانو
د قاتلانو نیول
پلار او دوه زامن دي

دا خبر نورو سره شریک کړئ