Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د کمال خان بند درېیم فاز ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
۱۹ دلو ۱۴۰۳

د کمال خان بند درېیم فاز ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، نیمروز کې د کمال خان د اوبو بند د درېیم فاز چارې بشپړې او ګټې اخیستنې تر سپارل شوی دی.  د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست په دې تړاو جوړو شویو مراسمو ته په وینا کې دغه بند د هېواد د روانو اوبو مدیریت او نیمروز کې د کرنې د پراختیا لپاره مهم بللی دی. د مسوولینو په خبره، دا د کمال خان بند وروستۍ برخه وه او پکې د برښنا توربینونه هم لګول شوي دي. نیمروز کې د څښاک او کرنیزو ځمکو لپاره د اوبو کمښت د دغه ولایت د اوسېدونکو یوه جدي ستونزه ده. د سیمه‌ییزو مسوولینو په خبره د تېرو درېیو کلونو وچکالۍ نیمروز ډېر ځپلی دی او د دغه ولایت کروندګر او اوسېدونکي د کمال خان اوبو بند ته هیله من دي. د کمال خان اوبو بند د نیمروز په چهار برجک ولسوالۍ کې د هلمند پر سیند جوړ شوی دی.

مطالب

د کمال خان بند
درېیم فاز
اخیستنې ته
وسپارل شو

دا خبر نورو سره شریک کړئ