Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د میدان‌وردګ د جغتو ولسوالي ۴۰ کیلومټره خام سړک بیارغول شوی.
۳۰ سرطان ۱۴۰۴

د میدان‌وردګ د جغتو ولسوالي ۴۰ کیلومټره خام سړک بیارغول شوی.

د میدان‌وردګ محلي چارواکي وایي چې د جغتو ولسوالي اړوند عمومي او فرعي سړک چې شاوخوا ۴۰ کیلومټره اوږدوالی لري، د ولایتي ادارې له لوري بیارغول شوی دی.

د دغه ولایت د والي ویاند وحیدالله سروري  وویل، جغتو ولسوالي عمومي او فرعي سړکونه خام دي چې د وروستیو اورښتونو له امله ویجاړ او د دغه ولایت د والي په امر د ټولګټو چارو ریاست له لوري بیاروغول شول.

سروري په وینا، د یادو سړکونو په بیارغاونه کې د سړک هوارول، کانالونو پاکول او همدارنګه جغل اچول شامل وو.

د جغتو ولسوالي اوسېدونکې هم خوښ دي چې د ولایتي ادارې له لوري عمومي او فرعي سړکونه بیاورغول شول، خو ټینګار کوي چې دغه ولسوالي ته غځېدلی سړک دې په اساسي توګه پوخ شي.

مطالب

د میدان‌وردګ د جغتو ولسوالي
۴۰ کیلومټره خام سړک بیارغول شوی

دا خبر نورو سره شریک کړئ