Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

اسراییل: د خامنه‌يي برخلیک به د صدام‌حسین په څېر وي.
۲۷ جوزا ۱۴۰۴

اسراییل: د خامنه‌يي برخلیک به د صدام‌حسین په څېر وي.



د اسراییلو دفاع وزیر اسراییل کاتز ایران ته خبرداری ورکړی چې د یاد هېواد مشر ایت‌الله علي خامنه‌يي برخلیک او پای به د صدام حسین په څېر وي.

نوموړي همداراز اسراییلو کې د ملکیانو په سیمه کې د برید له امله ایران تورن کړی او ګواښ یې، کړی چې بیه به یې، د تهران خلک پرې کړي.

نوموړي ویلي: «زه د ایران دیکتاتور ته پر اسراییلي ملکیانو د توغندیزو بریدونو او جنګي جنایتونو له امله خبرداری ورکوم. غوره ده چې هغه د خپل ګاونډي دیکتاتور برخلیک په یاد ولري چې د اسراییلو پرضد یې، همدا لاره غوره کړې وه.»

د اسراییلو دفاع وزیر تهران کې پر هوايي بریدونو ټينګار کړی او زیاته کړې یې ده چې بریدونه به روان وي.

هغه د تهران له اوسېدونکو غوښتنه کړې چې د پوځ لارښوونې له مخې، هغه سیمې پرېږدي چې د اسراییلو له لوري له برید وړاندې د تخلیې په اړه خبرداری ورکوي.

مطالب

اسراییل
د خامنه‌يي برخلیک به
د صدام‌حسین په څېر وي

دا خبر نورو سره شریک کړئ