Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د کورنيوچارو وزارت مرستيال: د جرمونو نړيواله محکمه خپلواکه نه ده.
۶ دلو ۱۴۰۳

د کورنيوچارو وزارت مرستيال: د جرمونو نړيواله محکمه خپلواکه نه ده.

د کورنيو چارو وزارت مرستيال محمدنبي عمري د جرمونو نړيوالې محکمې وروستۍ پرېکړې ته په غبرګون کې وايي چې دغه محکمه په پرېکړو نیولو کې خپلواکه نه‌ده.

نوموړي تېره ورځ خوست کې د یوې دیني مدرسې فراغت‌غونډه کې د وینا پرمهال ویلي، که د جرمونو نړیواله محکمه خپلواکه وي، پر فلسطین د اسراییلو له لوري د شویو ظلمونو پوښتنه دې وکړي.

د جرمونو نړیوالې محکمې لوړپوړي څارنوال کریم‌خان په افغانستان کې ښځو او نجونو سره د تبعیض له امله د بشریت ضد جرمونو په تور د ا.ا مشر شیخ‌ هبت‌الله اخندزاده او قاضي‌القضات عبدالحکیم حقاني د نیولو امر د صادرېدو غوښتنه کړې.

عمري وايي، د جرمونو نړيواله محکمه دغه چاره د فشار په توګه کاروي او په وینا یې، د نړیوالو فشار به پایلې ونه‌لري.

نوموړي وویل: «د دنيا شل کاله تهديدونو کار ورنکړ اوس چې نظام زموږ په لاس کې دی، وسله زموږ په لاس کې ده او وطن خاوره زموږ په لاس کې دي، نو بيا به د دنيا اخطارونه او تهديدات کار ورنه‌کړي. د جرمونو نړيواله محکمه دې موږ ته دا تهديد نه‌راکوي چې يا احمد نيسي او يا محمود؛ که دا‌ يوه خپلواکه محکمه وای، اول يې بايد امريکا محکمې ته راکش کړې وای.»

دا داسې مهال دي چې د جرمونو نړیوالې محکمې د لوړپوړي څاروال کریم‌خان څرګندونې د سرپرست حکومت له لوري په کلک غندل شوي دي.

مطالب

د کورنيو چارو وزارت مرستيال محمدنبي عمري
د جرمونو نړيوالې محکمه

دا خبر نورو سره شریک کړئ