Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پر غزې مرګوني بریدونه؛ ۸۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
۱۴ حمل ۱۴۰۴

پر غزې مرګوني بریدونه؛ ۸۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.



پر غزې د اسراییلو د روانو تازه بریدونو اوځمکنیو عملیاتو پرمهال له پرون راهیسې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸۰ کسان وژلي دي.

د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۲ کسانو هغه مهال خپل ژوند له لاسه ورکړ چې جبالیه کې اسراییلو یو روغتیايي مرکز پر توغندي ووېشت.

الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړی چې یوازې د نن ورځې پیل راهیسې د اسراییلو بریدونو کې ۴۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

پاتې نور کسان هم د غزې په بېلابېلو سیمو کې د اسراییلو روانو بریدونو کې وژل شوي دي.

اسراییلو د مارچ له ۱۸مې راهیسې په یوه اړخیزه توګه د غزې اوربند مات کړ او د بریدونو تازه څپه یې پیل کړه.

په دې لړ کې اسراییلو غزه کې ځمکني عملیات پیل کړي او دا مهال رفح‌ښار کې د ملکیانو د اېستلو او د ډېرو سیمو د نیولو په هڅه کې دي.

بل‌خوا د غزې روغتیا وزارت وايي چې پر غزې د اسراییلو برید راهیسې تر دې مهاله څه باندې ۵۰زره کسان وژل شوي او له ۱۰۰زره ډېر ټپیان شوي دي.

مطالب

پر غزې مرګوني بریدونه
۸۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی

دا خبر نورو سره شریک کړئ