Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

میدان‌وردګ کې تر ځمکې لاندې ماینونو د شنډولو پروګرام پیل شو.
۲۶ ثور ۱۴۰۴

میدان‌وردګ کې تر ځمکې لاندې ماینونو د شنډولو پروګرام پیل شو.



د میدان‌وردګ محلي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په مرکز میدانښار او لروپرتو ولسوالیو کې د ماین پاکي موسسو له لوري تر ځمکې لاندې ماینونو د شنډولو پروګرام پیل شوی دی.

د دغه ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست ریيس مولوي فیض‌الله جلالي رسنیو ته وویل، د ایریا په نوم د ماین پاکۍ یوې موسسې له لوري په سیداباد، نرخ، جلرېز او جغتو ولسوالیو کې د پخوانیو جګړو څخه پاتې ماینونو او ناچاوده توکو د له‌منځه وړو پروګرام پیل شوی.

هغه همدارنګه زیاته کړه، په تېر یوه کال کې تر ځمکې لاندې ماینونو او ناچاوده توکو له امله په جغتو او سیداباد ولسوالیو کې ګڼ‌شمېر ماشومانو او مېرمنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

جلالي د یاد ولایت له قومي مشرانو او علماو وغوښتل چې په خپلو ولسوالیو او کلیو کې د ماین پاکۍ له ټیمونو سره همکاري وکړي او هغه ناچاده توکي چې دوېته معلوم دې یاد ټيم ته یې په نښه او له مینځه یوسي.

هېره دې نه وي چې همدا تېرکال د میدان‌وردګ په سیداباد، جغتو، جلریز او میدانښار سیمو کې د ناچاوده توکو او ترځمکې لاندې ماینونو له امله ګن‌شمېر ماشومانو او لویانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

مطالب

میدان‌وردګ کې تر ځمکې لاندې ماینونو
د شنډولو پروګرام پیل شو

دا خبر نورو سره شریک کړئ