د غزني امنیتي چارواکي وايي چې د قرهباغ او اندړو ولسوالیو په مربوطاتو کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله، شپږو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د غزني د امنیې قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، لومړۍ پېښه پرون ناوخته د قرهباغ ولسوالۍ د سپینبند په سیمه کې د کابل ـ کندهار پر لویه لار هغه مهال رامنځته شوه، چې یو باروړونکي موټر له یو مسافروړونکي موټر سره ټکر وکړ.
په دې پېښه کې دوه تنه مړه او یو بل ټپی شوی دی. دویمه پېښه هم د همدې لویې لارې پر سر، د اندړو ولسوالۍ د ملانوح بابا سیمې ته څېرمه رامنځته شوې، چې پکې یو ۳۰۳ بس له یوې ویټز موټر سره ټکر کړی. په دې پېښه کې درې کسان، چې یوه ښځه او یو ماشوم هم پکې شامل دي، ټپیان شوي دي.