Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

تېرکال د ۶۴۳ میلیون ډالرو په ارزښت تازه او وچه میوه صادره شوې.
۱۳ ثور ۱۴۰۴

تېرکال د ۶۴۳ میلیون ډالرو په ارزښت تازه او وچه میوه صادره شوې.



د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت نن (شنبه، ثور ۱۳) ویلي چې د تېر ۱۴۰۳ لمریز کال پرمهال د ۶۴۳ میلیون ډالرو په ارزښت ۴۶۶ زره ټنه وچه او تازه میوه بهر ته صادره شوې ده.

اقتصادي معاونیت پر اېکسپاڼه لیکلي چې صادره شویو میوو کې بادام، انځر، انګور، چهارمغز، ممیز، مڼې، جلغوزې، زردالو، الوبخارا او انار شاملیږي.

دغه تازه او وچې میوې پاکستان، متحده عربي اماراتو، هند، ترکیې او ازبیکستان هېوادونو ته صادرې شوي دي.

تر دې وړاندې د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي وو چې ۱۴۰۲ لمریز کال ته په پام، تېر ۱۴۰۳ کال کې د افغانستان د سوداګرۍ کچه کې مثبت بدلون راغلی دی.

دغه وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي وو چې افغانستان ۱۴۰۳ کال کې د یو میلیارد او ۷۸۵ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات او د ۱۱ میلیارد او ۱۶۴ میلیون ډالرو په ارزښت واردات کړي دي.

مطالب

تېرکال د ۶۴۳ میلیون ډالرو
په ارزښت تازه او وچه میوه صادره شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ