Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لغمان کې ۳۲ ټنه تاریخ تېره درمل او بې کیفیته توکي سوځول شوي.
۹ دلو ۱۴۰۳

لغمان کې ۳۲ ټنه تاریخ تېره درمل او بې کیفیته توکي سوځول شوي.

د لغمان ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، چې په یاد ولایت کې د څه باندې ۱۱ میلیونه افغانیو په ارزښت ۳۲ ټنه تاریخ تېره درمل او بې کیفیته توکي سوځول شوي دي.
د لغمان د خوړو او درملو ادارې مسوولین وایي، چې په تېرو ۳ میاشتو کې د دغه ولایت له مرکز او پنځه ګونو ولسوالیو څخه ۳۲ ټنه تاریخ تېره درمل او بې کیفیته توکي راټول او د ټاکل شوي پلاوي په شتون کې وسوځول شول. د سرچینې د مالوماتو له مخې په دغو توکو کې ۲۴۳ قلمه تاریخ تېره درمل، ۱۲۸ قلمه خوراکي توکي، ۷ قلمه طبي وسایل او نور توکي شامل وو.

مطالب

د لغمان ولایت د عامې روغتیا ریاست
تاریخ تېره درمل

دا خبر نورو سره شریک کړئ