Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پر اوکراین د روسیې برید؛ ۱۴ کسان وژل شوي او ۳۰ ټپیان دي.
۱۸ حوت ۱۴۰۳

پر اوکراین د روسیې برید؛ ۱۴ کسان وژل شوي او ۳۰ ټپیان دي.

د اوکراین په بېلابېلو سیمو کې د روسي ځواکونو د عملیاتو پرمهال ۱۴ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.

د اوکراین د بېړنیو خدمتونو ادارې نن شنبه، مارچ اتمه ویلي چې روسي ځواکونو د جمعې شپې پرمهال د ختیځ دونتسک په ډوبروپیلیا ښارګوټي برید کړی چې له امله یې، ۱۱ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.

د بېړنیو خدمتونو ادارې زیاته کړې چې په دې بریدونو کې اته، پنځه پوړیزه ودانۍ، یوه اداري ودانۍ او ۳۰ موټرونه هم زیانمن شوي دي.

د خارکیف والي اولیه سینهوبوف پرټېلېګرام لیکلي چې د ختیځ اوکراین په خارکیف کې د بوګودوخیف سیمه کې د روسیې د بې‌پېلوټه الوتکې له برید وروسته لږترلږه درې کسان وژل شوي او اووه نور ټپیان شوي دي.

د یادې ادارې په وینا، په اودیسه کې هم د ډرون الوتکې د بریدونو له امله ویجاړۍ رامنځته شوي دي.

دغه بریدونه داسې مهال شوي چې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي ویلي، له امریکا سره په ګډه کار کوي، څو د سولې هلې ځلې ګړندۍ کړي.

مطالب

پر اوکراین
د روسیې برید
۱۴ کسان وژل شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ