بدخشان کې د ټرافیکي پېښې پرمهال ۴ کسان مړه شوي.
د بدخشان مسوولان وايي، د کشم ـ فیضاباد لویهلاره کې د ټرافیکي پېښې پرمهال ۴ کسان مړه شوي او دوه نور ټپيان دي.
د بدخشان د امنیې قومنداني ویاند احسانالله کامګار وویل، پېښه تېره ورځ (یکشنبه، سرطان ۲۹) مازیګر هغه مهال وشوه چې یو زرنج له باروړونکي هینو موټر سره ټکر وکړ.
ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږول شوي.
د دغې پېښې لامل په اړه څه نه دي ویل شوي، خو هېواد کې ډېری ټرافیکي پېښې د موټرچلوونکو بېاحتیاطۍ او تېز سرعت په دلیل رامنځ ته کیږي چې ملکي وګړو ته په کې مرګژوبله اوړي.