Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پکتیکا کې ۵۷ ټنه تاریخ تېره درمل او بې کیفیته توکي سوځول شوي.
۴ دلو ۱۴۰۳

پکتیکا کې ۵۷ ټنه تاریخ تېره درمل او بې کیفیته توکي سوځول شوي.

د پکتیکا ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولینو ویلي، چې په یاد ولایت کې ۵۷ ټنه تاریخ تېره درمل او بې کیفیته توکي راټول او سوځول شوي دي. د مسوولینو په خبره دغه توکي یې په تېرو ۶ میاشتو کې د یاد ولایت د مرکز ښرنې له بېلا بېلو شخصي روغتونونو، کلینیکونو، درملتونونو او پلورنځیو څخه راټول کړي وو. ځايي مسوولین وايي، دوی لا هم هڅه کوي چې د یاد ښار له بېلا بېلو پلورنځیو، درملتونونو او روغتونونو څخه لیدنه وکړي او تاریخ تېره درمل او بې کیفیته توکي راټول کړي.

مطالب

پکتیکا ولایت
درمل

دا خبر نورو سره شریک کړئ