Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د بغلان د بورې فابریکه یو ځل بیا خپل تولید پیلوي.
۹ دلو ۱۴۰۳

د بغلان د بورې فابریکه یو ځل بیا خپل تولید پیلوي.

د بغلان ځایي مسوولین وایي، چې د بورې فابریکې د فعالولو هڅې پراخې شوي او ژر به د دې ولایت د بورې فابریکه فعاله او تولید پیل کړي. د بغلان د والي ویاند علم مجیدي وايي، چې د بورې فابریکه به ډېر ژر فعاله او تولید به پیل کړي، ځکه چې د فعالېدو چارې یې وروستۍ شوې دي. مجیدي زیاته کړه چې په تېرو وختونو کې د خامو موادو نشتون او د فابریکې د ځمکو غصب د فعالیت پر وړاندې لوی خنډ و او اوس چې دا ستونزې حل شوي، نو دغه فابریکه به په خپل پخواني ظرفیت فعاله او تولید پیل کړي.

مطالب

بغلان
د بورې فابریکه

دا خبر نورو سره شریک کړئ