Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پروان او پکتیا کې ټرافیکي پېښې؛ ۱۴کسانو ته مرګژوبله اوښتې.
۲۰ جوزا ۱۴۰۴

پروان او پکتیا کې ټرافیکي پېښې؛ ۱۴کسانو ته مرګژوبله اوښتې.



د پروان ځايي مسوولان وايي، د دغه ولایت سیاه‌ګرد ولسوالي کې د ټرافیکي پېښې له امله یوې مېرمنې ژوند بایللی او څلور کسان ټپیان دي.

د پروان د ټرافیکو مدیریت د ټرافیکي پېښو د څېړنې امر غیرت‌الله بدري نن سې‌شنبه رسنیوته وویل، تېره ورځ مازیګر مهال د سیاه‌ګرد ولسوالي «چهارباغ‌» سیمه کې یو سراچه ډوله موټر چې له کابل څخه شیخ‌علي ولسوالي ته روان وو، سړک څخه اوښتی او چپه شوی.

ده وویل، دغه پېښه کې یوې مېرمنې ژوند بایللی او د دوو ماشومانو په ګډون ۴ کسان ټپیان شوي.

د پېښې لامل د موټرچلوونکي بې‌احتیاطي بلل شوی او قربانیان هم د شیخ‌علي ولسوالي اوسېدونکي دي.

د یادونې ده چې د اختر ورځو کې د هېواد په سطحه ټرافیکي پېښې ډېریږي چې ملکیانو ته په کې تلفات اوړي.

د پکتیا ځايي مسوولانو ویلي، د اختر له لومړۍ ورځې تر دامهاله په شپږو ټرافیکي پېښو کې ۹ کسانو ته مرګژوبله اوښتې.

د پکتـيا د امنیې قومنداني وياند منيب ځدراڼ وويل، د لوی اختر له لومړی ورځې تر دې مهاله د مرکز ګردېز په ګډون په شواک، وزې ځدراڼ او لجه منګل ولسـوالیو کې شپږ ترافیکي پیښې رامينځته شوې چې له امله يې یو تن خپل ژوند بایللی او د دوو ماشومانو او یوې ښځې په ګډون ۸ کسان ټپیان شوي.

ځدراڼ له هیودوالو غوښتنه وکړه چې د اختر په شپو او ورځو کې د موټر چلولو پر مهال له احتیاط کار واخلي او ترافيکي اصول مراعت کړي.

مطالب

پروان او پکتیا کې ټرافیکي پېښې
۱۴کسانو ته مرګژوبله اوښتې

دا خبر نورو سره شریک کړئ