Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

کډوالو وزارت: د پاکستان له زندانونو ۶۲ افغان کډوال ازاد شوي.
۴ ثور ۱۴۰۴

کډوالو وزارت: د پاکستان له زندانونو ۶۲ افغان کډوال ازاد شوي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د پاکستان له زندانونو  ۶۲ افغان کډوال ازاد شوي دي.

 په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان پرون د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

 د یاد وزارت د مالوماتو له مخې دغه کسان د پاکستان په بیلابیلو سیمو کې نیول شوي او له یوې تر څلورو ورځو پورې یې په زندان کې تېرې کړي دي.

 په تېره یوه اونۍ کې د پاکستان له زندانونو په سلګونو افغان کډوال خوشې شوي او هېواد ته راستانه شوي دي. 

له دې سره هممهاله، له پاکستانه د ناقانونه افغان کډوالو د اېستلو بهیر دوام لري او تر دې مهاله له یوې میاشتې په کمه موده کې له ۱۰۰ زرو ډیر کسان اېستل شوي دي.

مطالب

کډوالو وزارت
د پاکستان له زندانونو ۶۲
۶۲ افغان کډوال ازاد شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ